په قرانكريم كښي داوازښكلا

قرانكريم چي درسول اللهr لويه معجزه ده اواللهY په خپل قدرت دنظم په ډول نازل كړى دى ددې سپېڅلي كلام الله دتلاوت په وخت كښي داواز ښكلا غوره دى په دې شرط چي هغه اصول اوقوانين چي دتلاوت لپاره ايښودل سوي دي هغه مراعات سي مطلب داچي دقرانكريم حروف خپل اوازته تابع نسي اوداسي ښكلا اوازته وركول چي دقرانكريم په حرفوكښي داسي بدلون راسي چي ديوه حرف پرځاي بل حرف اداسي داډول ښكلا حرامه ده ځکه ددغه کړنه سره لحن منځته راځي ښکاره خبره ده چي لحن جلي حرام دى او ياداسي ښكلاوركړي چي دحروفودبدلون تربريده ونه رسيږي مګرځني غوني يامدونه پاته سي داډول ښكلامكروه ده ځکه ددغه کار په کړنه سره لحن خفي منځته راځي ښکاره خبره ده چي لحن خفي مکروه دى ځكه رسول اللهrارشادفرمائي .

اقرؤالقران بلحون العرب واصواتها واياكم ولحون اهل العشق ولحون اهل الكتابين وسيجئ بعدي قوم يرجعون بالقران ترجيع الغناء والنوح لايجاوزحناجرهم مفتونة قلوبهم و قلوب الذين يعجبهم شانهم.([65])

ژباړه : قرآن دعربوپه لهجو اوپه ښكلواوازوددوي ولولى،دعشق دڅښتنانو اوداهل كتابو دلهجوڅخه ځان وساتي ژردى چي زماڅخه وروسته به يوقوم (ډله) راسي چي دوي به قرآن دسرود (ترنم) اوسندروژړاپه ډول لولي اوقرانكريم ددوي دزړونو څخه نه شوه كيږي دنوموړوكسانوزړونه به په فتنوكښي مبتلاوي اوهمداډول هغه كسان چه ددوي داډول تمثيل خوښوي.