دټليفون په مټ دروژې يا اختر خبرتيا

روژه نيول يااختركول چي دمياشتي ليدلواطلاع دتليفون كولوپواسطه وي جائزندى ځكه دتليفون كونكي پيژنده ضروري ده ددې لپاره چي مياشت ليدونكي اوقاضي ته شاهدي وركونكي به داسي څوك وي چي دشريعت هغه اصول پكښي موجودوي چي دشاهدي وركونكي لپاره يې ټاكلي دي ديادوني وړده چي په معاصروخت كښي داخترپه موخه دمياشت ليدني لپاره ډيري هڅي كيږي آن تردې چي دطيارواوداسي نورو ډول، ډول دوربينونو څخه كاراخستل كيږي دمياشت ليدني په داسي کچه اهتمام لازم ندى ځكه درسول اللهr اوخلفاء راشدينوپه روښانه دوره كښي كه څه هم دغه الات موجودنوه خوپه مدېنه منوره كښي د (سلع ) غرمخامخ شتون لري چي دهغه پرسرځيني وداني هم وداني دي اود(احد) غرهم ورسره لګيدلى دى همداډول په مكه مكرمه كښي شاوخواغرونه سته لكه دصفااومروه غونډۍ او (جبل ابي قيس) مګرداسلام دسترلارښودحضرت محمدr اواصحابوكرامو(رضوان الله عنهم) څخه هيڅ داسي ثبوت نسته چي دوى دي دمياشتي ليدني لپاره يوڅوك غره ياغونډۍ ته استولي وي .([24])

مسئله : په كوم ښاركښي چي يومنل سوى شرعي قاضي موجود وي يادمياشتي ليدني لپاره يومؤظف شرعي كميسون موجودوي اونوموړي د دلائلوپه وجود كښي په روژه يااختركولوباندي حكم وكړي ددغه ښارخلګوته واجب ده چي عمل ورباندي وكړي پدې شرط چي دراډيوګانوڅخه مختلف راپورونه خپاره نسي اوداعتمادوړراديوپه هغه الفاظو داخترخبر خپوركړي كوم چي قاضي يې حكم كړي دى اود نوروښارونوخلګوته چي دنوموړي قاضي ولايت باندي نوي په نوموړي حكم عمل لازم ندي ديادوني وړده چي دقاضي حكم ترهغه حدودونافذدي چي دده ولايت باندي وي دبل ملك خلګوته لازم ندى كه څوك دتليفون كولوپه ذريعه دمياشتي شاهدي په خپل ږغ كښي وركړي اوقاضي دنوموړي كس پيژندګلوي كړي وي جائزدي .([25])

مسئله : کوم هيواد چي پرټاکلى وخت يې مياشت نه راخيږي بلکي جغرافيايي موقعيت يې داسي جوړ وي چي څو ورځي وروسته يې مياشت ليدل کيږي ددوى دروژې اواختر لومړى ورځ دګاونډي هيواد په حساب ده يعني ګاونډى هيواد چي يې کومه ورځ د روژې يا اختر لومړى ورځ اعلان کړه هغه ورځ ددوى لپاره هم دروژې يا اختر ورځ ده .([26])

مسئله : کوم هيواد چي ډيري اوږدې اوغير معتادي ورځي لري خلګ يې دزياتي لوږي اوتندي له امله دروژې نيولو څخه بې توانه کيږي ددغه هيواد خلګو لره پکارده چي دروژې لپاره په ورځني وخت ټاکلو کي ديوه نژدې معتدل هيواد تقليد وکړى اودهغه وخت په پوره کېدو سره خپلي روژې ماتي کړي که څه هم ددوى په هيواد کي ماښام سوى نه وي .([27])