د سر وزرو استعمال

د سروزروپه لوښي كي اوبه چښل ياخوراك كول مكروه دي كه نارينه وي كه ښځه وي همداډول د سروزورپه سلائي سترګي تورول مکروه دي .([18])

مسئله : دښكلالپاره په كوركي دسپينوزرولوښي ساتل جائزدي په دې شرط چي استعمال يې نكوي .([19])

مسئله : د زرودقلم ،چوكي اوهنداري استعمال چي په زروكي نيول سوي وي مكروه دى .([20])

مسئله : پرکومو كالوچي دزرونقشې وي استعمال يې جائزدى .

مسئله: هغه كټ ياچوكۍ چي په سروياسپينوزرووهل سوي وي استعمال يې جائز دى .([21])

مسئله : دسروزروګوتمۍ استعمالول جائزنده اودسپينوزروګوتمۍ جائزده په دې شرط چي دښځو دګوتمۍ سره ورته والي ونه لري اوكه ځوك مهرته ضرورت ولري سنت ده ځكه فقهاءكرام فرمائي :

انمايسن التختم ممن يحتاج الي الختم كسلطان اوقاض اونحوه وعندعدم الحاجة الترك افضل كذافي التمرتاشي . ([22])

ژباړه : بېشكه هغه چاته ګوتمۍ استعمالول سنت ده چي مهرته اړتيا لري لکه پاچا ، قاضي او داسي نور خو دنه اړتياپه صورت كښي پريښودل غوره دي .

مسئله: ساعت په لاس كول همداډول سترګي تورول كه دځاني ښكلالپاره وي مكروه دي اوكه دضرورت لپاره وي جائزدي ځکه په دواړو صورتوکي دښځو سره ورته والي راځي .

ديادوني وړده چي ساعت په لاس كول څرنګه چي په دوديز ډول په چپه لاس كيږي خوغوره به داوي چي په راسته لاس سي ځكه زمادعقېدې وروربې جوړې استاذ ډاكټرنجيب الله رفيقي دنوموړي مطلب لپاره ډيردلائل راجمع كړي دي خودبېلګي په ډول به دومري بس وي چي رسول اللهr فرمائي :

وعن عائشة (رضي الله عنها) قالت كان رسول اللهr يحب التيامن في كل شىئ حتي في طهوره وتنعله وترجله وشانه كله . ([23])

ژباړه : دعائشې (رضي الله عنها) څخه روايت دى دامباركه فرمائي چي رسول اللهr ښي طرف خوښوي ترداسي بريده چي په پاكۍ ،چمپل په پښوكولو ، سر ږمونځولوكي اوهر شى كي يې (راسته لورى خوښوي )

والله اعلم بالصواب
******