افغانستان ته د امريکایي دېموکراسۍ په راتګ سره د کليسا پادريانو هم ددې هېواد دمسلمانې ټولنې د خلکو د بې لارې کولو او عیسویت (نصرانیت) ته د اړولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړې، په مجموع کې د هغوی دې هڅو کومه ګټه ونه کړه، ‌خو څه موده مخکې د يو خصوصي ټلويزيون لخوا د هغو افغانانو د عيسوي کيدو او آن د تعميد غسل ويډيو خپره شوه، چې د همدې عيسويانو لخوا د دوی باطل دين ته اړول شوي وو، په همدغو کسانو کې يو شمير د کابل پلتخنيک پوهنتون محصلين هم وو، چې د ويديو له خپرېدو څخه مخکې يې له هيواد څخه پښې سپکې کړې وې، د هيواد په کچه د افغانستان د مسلمان ولس لخوا ددغې پيښې پر وړاندې سخت غبرګونونه را وپارېدل خو په کراره دا پيښه هم تيره شوه.

له دې پيښې وروسته بيا په افغانستان کې د عيسوي مبلغينو کار نور هم پټ شو، او د افغانانو د عيسوي کولو پروسې ته يې په پټه او مختلفو طریقو دوام ورکړ، خو اوس اوس له يو څه مودې را په دې خوا دغه پروسه په يو بل ډول پر مخ بيايي او دا ځل يې دام هغو افغانانو ته ايښی دی،‌ چې له هيواد څخه بهر اوسيږي او یا هم په تحصلي برسونو د زده کړې لپاره ځینې هیوادونو ته ځي، تر څو په راتلونکي کې د همدغو بې دينه ځوانانو له لارې په دې مسلمان هیواد کې د اساسي قانون له هغې مادې څخه په ګټه اخستنه، چې وايي  په رڼا کې يې د نورواديانو پيروان د خپل دين په پيروۍ او د خپلو ديني مراسمو په اجراء کې د قانون د حکمونو په حدودو کې آزاد دي، خپلې هڅې ګړندۍ او د يو څو ډالرو لپاره د بيوزله او له دين څخه ناخبره خلک ګمراه او دغې مزخرفې او باطلې عقيدې ته ور واړوي.

يو شمير افغانان چې دلته يې‌هم بې دينه نظريات لرل، خو د بې دينانو او کفري نظرياتو لرونکو پر وړاندې د افغانانو د ځواکمن غبرګون له لامله یې خپله خوله نه شوه خلاصولی، خو کله چې له دې هېواد څخه وتلي نو په کفر ويلو يې پيل کړي او آن نعوذ بالله چې پر الله يې هم ملنډ وهلي، ددې ښه بيلګه د عبدالهادي حيران په نوم يو کس دی، چې د ژوند اکثره وخت يې په پيښور کې تير شوي، په وروستيو کلونو کې کابل ته راغلی او له دې ځايه بيا اروپا ته لاړ او له هغه ځايه يې بيا د فيسوبک او نورو ليکنو له لارې خپل بې دينه او کفري نظريات خپاره کړل.

په همدې ترڅ کې څو ورځې وړاندې د يو شمير کسانو لخوا په هندوستان کې له اسلام څخه د اوښتي او مرتد شويو افغانانو  انځورونه خپاره شول،‌ چې په قرآن کريم يې پښې اېښې وې، او په ډېره بې شرمۍ سره يې د مسلمانانو ددې سپيڅلي کتاب سپکاوی کړی وو.

که څه هم اکثره داسې کسان په علمي لحاظ ناپوهه او په ټولنه کې پر بد اخلاقۍ مشهور وي او دا کسان نه په اسلام پوهیږي او نه هم په نصرانیت یا بل دین، بلکې یوازې دخپلو غرایزو او مادیاتو لپاره نصرانیت قبلوي، او دکلیسا غربي چلوونکي هم پر دې ښه پوهیږي، ولې دهغوی موخه یوازې دمسلمانانو بې لارې کول وي، چې له اسلام څخه لرې شي نور که په هره لاره روان وي.

په هندوستان کې دا نصراني شوي افغانان هم دهمدې ډلې نه یوه ډله ده چې لږ مادي ګټې لپاره عیسویان او مرتد شوي دي.

له همدې لامله مونږ وغوښتل چې په دې اړه، په سیمه کې د شته کسانو څخه د کره معلوماتو پر اساس مونږ پوه شو، چې دا افغان ځوانان د خپلو کومو ديني مطالعو پر بنسټ دغه باطل دين ته اوښتي دي، او د اسلام پاک او حقاني دين يې پرېښی دی، مونږ ته د رارسيدلو معلوماتو له مخې چې، د هندوستان په پايتخت ډېلي کې د يو شمير عيسوي شويو ا فغانانو لخوا هغو کسانو ته د عيسويت په اړه معلوماتي کتابچې ورکول کيږي، چې له افغانستان څخه تازه دغه هيواد ته دتحصیل او یاهم بل هدف لپاره سفر کوي.

حسیب د ښی خوا څخه اول کس چه تور کوټ لری، او دوهم کس ادیب دی چه سره نکټایی لري.

حسیب د ښی خوا څخه اول کس چه تور کوټ لری، او دوهم کس ادیب دی چه سره نکټایی لري.

افغاني عيسويانو هلته د نوي ډيلي په سويل کې ځان ته يوه کليسا هم جوړه کړې ده، ‌چې د کليسا مشر يې عبيد نوميږي، چې په  عبيد اس کرايست مشور دی، اصلا د هلمند ولايت دی، ‌خو وخت يې په کابل کې تير شوی او همدلته لوی شوی دی، د کليسا ددغه مشرکور په لاجپت نګر سيمه کې دی او هلته خپل فعاليتونه ترسره کوي، د را رسيدلو معلوماتو له مخې چې د عبيد په نوم دغه کس په کال کې تر سلو زياتو افغانانو ته د تعميد غسل هم ورکوي، ‌چې اکثره يې د مجبورۍ او فقر له لامله د دوی دين ته ور اوړي.

دغو کسانو د ډیلي د وسنټ انکليوو په سیمه کې د انګليسي او کمپيوټر زده کړې په نامه يو کورس هم جوړ کړی دی،‌ چې اصلي هدف يې له اسلام څخه د ناپوهو او بې خبره کسانو اړول دي، په نوي ډيلي کې، ددوی سره تقريبا ۲۵۰ عيسويان شته،‌ چې ۴۰ يې افغانان دي.

د قرآن بې حرمتي او سپکاوی هم د همدې مرتد شويو افغانانو لخوا ددې کليسا د مشر عبيد په امر ترسره شوې وو، په دې پيښه کې نږدې ۱۳ کسان شامل وو، ددې کليسا او د عيسويانو د ټولنې د يو شمير مشرانو نومونه په لاندې ډول دي:

۱. ادیب: چې د تعلیمی سنټر مسوول او د کلیسا مرستیال دی.

۳. حسیب: چه د کلیسا په تبلیغاتی برخه کې کار کوي. ۴: په دې کې ۵ هزاره ګان هم شامل دی. ۲. کمال: چې د تعلیمی سنټر دوهم مسوول دی، او دکلیسا د مشرانو څخه دی.

د پورته معلوماتو تر څنګ مونږ د کليسا له مشر عبيد سره هم تيليفوني خبرې وکړې، نوموړي په ډېر وياړ سره دغه کار ومانه او ويې ويل چې ددغې کليسا مشري پر غاړه لري، دا چې څنګه، نوموړی عيسوي شو، څنګه يې دا کار پيل کړ؟  چا ورسره مرسته وکړه؟ څومره افغانان عيسوي شوي دي، آيا په افغانستان کې نماينده ګي لري؟ او … دا هغه پوښتنې دي چې بايد په هند کې دافغانستان سفارت، دافغانستان حکومت او د لوړو زدکړو وزارت ورته ځواب ووايي.

همدا راز دافغانستان حکومت باید په دې اړه دهند له حکومت نه معلومات تر لاسه او په هندوستان کې دمرتدو افغانانو له لوري دقرآن کریم د بې حرمتي موضوع مطرح کړي، که نه نو افغان مسلمان ملت به په دې یقین شي چې دلوړو زدکړو تر نامه لاندې بهرته دلیږلو په پلمه دافغان ځوانانو دبې دینه کولو پروسه په رسمي ډول روانه ده.