مولود لمانځو خو هيڅ نه شرميږو!
ليکنه:سيد مزمل حسين
ژباړه: عبدالرزاق حبيبي
هغه وخت، چې دنيا په تورو تيارو کې ډوبه وه، ظلم او ستم خپل اخري پړاو ته رسېدلی وه، په دې وخت کې د الله تعالی رحمت په انسانانو وشو او د نړۍ اوسېدونکي يې په خپل يو ستر شخصيت او بنده ونازول، هغه چې انسانيت ته يې د بښنې لار وښوده او انسانان يې د انسانانو له غلامۍ څخه ازاد او د الله تعالی بنده ګۍ ته يې را ورګرځول.
پېړۍ، پېړۍ عمر تېر شو، مختلف دورونه راغلل، ډېر خلک د واک په ګدۍ کېناستل او راکښته شول، مګر د رسول الله صلی الله عليه وسلم د حکومت او حکومتدارۍ طريقه اوس هم د ټولو په سر کې قرار لري او يو هم د هغه په شان حکمراني ونه کړه، د هغه حکمراني او حکومتداري د ټولو لپاره د رڼا يو څرك دى، وجه يې دا وه، چې هغه الهي حکومت و او هرڅه په کې د الهي احکامو په اساس وه، هلته دوکه نه وه، هلته چل نه و.
مګر مونږ او تاسو اوس په یوه داسې زمانه کې ژوند کوو، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د نوم نه ډېر خلک استفاده کوي او د هغه صلی الله عليه وسلم په نوم تجارت کوي، مګر په ټوله دنيا کې اوس هم د هغه صلی الله عليه وسلم نظام نه ليدل کېږي، که څوک د هغه د نظام د پلي کولو دعوه کوي نو هغه هم صرف د يو څو جزياتو پورې محدود دي، ټول نظام په سترګو هم نه ښکاري.
او د دې برعکس همدا مونږ يو، چې مونږ ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ياد د لمانځلو لپاره هم وخت نه لرو، بې شکه چې د کايناتو د پيدا کوونکي احسان دومره ستر دی چې که هره ورځ د هغه ياد ولمانځو هم کم دي، د رسول صلی الله عليه وسلم شخصيت دومره لوړ دی، چې د هغه صلی الله علیه وسلم احسان له انسانيت څخه پورته د کايناتو په هره ذره ذره باندې را چاپېر دی.
مګر د مولود لمانځلو همدا تصور زمونږ لپاره بس دی، چې مونږ د هغه صلی الله علیه وسلم له ژوند او طريقو نه ډېر لرې اوسېږو؟
پر دنيا د شيطان واک چلېږي او مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم مولود لمانځو؟
هېڅکله هم نه! که څه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم دپیدایښت ورځ لمانځل یو بدعت دی او په دین کې دداسې کارونو لپاره ځای نه شته مونږ باید دهغه صلی الله علیه وسلم په سیرت عمل وکړو او همدا د هغه صلی الله علیه وسلم سره دمینې ریښتینې نښه ده، مونږ ته هم په کار ده، چې د هغه صلی الله علیه وسلم سره د مينې دا بڼه هم لږ بدله کړو، احساساتي فکر هم د ثواب موندلو يو ډول دی، مګر سړی پرې حقيقت ته نه رسېږي.
پر مونږ څه شوي دي، چې پر سيرت النبي صلی الله عليه وسلم يو مضمون هم نه شو لیکلی؟
که لږ له ځان سره فکر وکړو، نو مواد موجود، الفاظ حاضر مګر جرئت چيرته دی؟ ځکه له ځان سره فکر کوو چې په دې موضوع خو پخوا لیکنې شوې او هماغه بس دي، مګر د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شان شخصيت باندې شته ليکنې به کفايت وکړی؟
بله دا، چې هغه څوک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر ژوند يو وړوکی
مضمون نشي ليکلی نو هغه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ميلاد د
پښېمانۍ څه اوښکې تويې کړي؟
په داسې حالت کې يواځې پر خپل ځان د غم اوښكې مه تويوه، بلکې د مولود شريف
په نورو لمانځونکو مخلصو مسلمانانو پر حالت هم اوښکې تويې کړه.
د ربيع الاول په دولسم د مولود شريف لمانځل یو بې معنا کار دی، کېدای شي
خپله کومه ځانګړې فايده هم ولري، مګر په دې مولودونو د رسول الله صلی الله
عليه وسلم هغه ستره فريضه او بار، چې مونږ او تاسو ته يې پرېښې ده، زمونږ
له اوږو څخه نه کوزېږي.
که مونږ په رښتيا هم له هغه صلی الله عليه وسلم سره مينه لرو، نو بيا ولې خپل مسلمان وروڼه وژنو؟
که په رښتيا هم د هغه صلی الله عليه وسلم سره پيروان يو، نو بيا ولې امت له داسې ظلم او ستم سره مخ دی؟ مونږ د هغه صلی الله عليه وسلم په نوم خپل سر قربانوو، مګر بيا هم د هغه نوم اخستونکو سترګې له دې نړۍ څخه پټوو؟
که مونږ د هغه له نوم او ژوند سره مينه لرو، نو بيا ولې کفري نړۍ ټول اسلامي امت يرغمل کړی دی؟
که مونږ د هغه خبره منو نو بيا ولې په هر ځای کې دا د مسلمانانو وينې ولې بهېږي؟
مونږ، چې د هغه د مينې دعوه کوو، نو بيا ولې د ملګرو ملتونو په نوم په نړۍ د
اغيارو حکمراني چلېږي؟ مونږ څنګه د هغه د مينې دعوه کوو، چې په هند کې
بابري جومات، په فلسطين کې د اقصی پر جومات (هغه چې رسول الله صلی الله
عليه وسلم په کې ټولو پېغمبرانو ته د جماعت امامت کړی دی) اوس وګورﺉ د چا
واک چلېږي؟
مونږ دا هم منلې ده، چې دا د عربانو کورنۍ لانجه ده، او ګومان کوو، چې اسلام د عربانو ملکيت دی، اوس نړۍ او د نړۍ خلک بدلېږي، اوړي را اوړي، اوس نړۍ د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيغام تږې ده، او مونږ د هغه د احکام او پيغام په دې چينه پوره واک لرو، مګر له دې چينې څخه نه خپله استفاده کوو او نه پرې نوره نړۍ خړوبوو!! که په خپله مو هم ترې استفاده کړې وی نو اوس به زمونږ په ټولنه کې د ظلم واک نه چلېده، د رشوت او فساد حکمراني به نه چلېده، سود به زمونږ په ټولنه غالب نه وی، او که مو دا پيغام نورو ته رسولی وی نو اوس به نړۍ د امن او امنيت يو زانګو وی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل ژوند کې تقريباً ۸۰ جنګونه کړي دي، او په دې ټولو جنګونو کې له دواړو طرفونو څخه زر کسان هم نه دي وژل شوي، مګر د بشر د حقوقو مدافعينو او د نړۍ د امن غوښتونکو هېوادونو يواځې په دوو نړيوالو جنګونو کې په کروړونو انسانان تلف او د تباهۍ کندې ته يې ټېل وهل، مګر بيا هم امنيت رانغی. د امنيت لپاره ملګري ملتونه تاسيس شول مګر ملګرو ملتونو، چې په خپل تاريخ کې کوم کړنې ترسره کړې هغه له هيچا څخه هم پټې نه دي، چې ښکاره مثالونه يې تاسو په بوسنيا، عراق، افغانستان، فلسطين او د نړۍ په نورو کفري سيمو کې وليدل او د دواړو پرتله هم سره وګورﺉ.
مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم مولود لمانځو، مګر کله مو هم د خپلو رسنيو يوه برخه هغه ته وقف کړې نه ده، چې له هغې څخه څرګنده شي، چې مونږ د هغه صلی الله عليه وسلم فرض پوره کړی او یا لږ تر لږه د هغه په لاره روان شوي يو؟؟
هغه صلی الله عليه وسلم ښځې ته په خپل ژوند کې يو ستر مقام ورکړ، په داسې حال، کې چې اوسنۍ نړۍ له يو څو ځایونو څخه پرته له ښځې څخه يواځې د اشتهار او اعلان لپاره استفاده کوي، هغه صلی الله عليه وسلم له لهو او لعب او بې ځایه کارونو څخه مونږ منع کړي يو، مګر زمونږ رسنۍ ددې برعکس همدې شيانو ته وده ورکوي.
د هغه صلی الله عليه وسلم عادت او اخلاق داسې وه، چې په متيازو کولو يې هم څوک له جومات څخه نه شړل، مګر زمونږ او ستاسو د جوماتونو ټيکه دارانو په جوماتونو کې تريو تندي نيولي او هرڅوک، چې جومات ته ننوځي نو داسې ورته ګوري، لکه دښمن يې چې وي، کېدی شي په دې خبره کې استثنات موجود وي، مګر زمونږ خبره په عمومي ډول ده.
نو اوس تاسو له ځان سره فکر وکړﺉ، چې ایا مونږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم حق په مولود لمانځلو سره ادا کوو؟، ایا مونږ د هغه احکام په ژوند کې عملي کړي دي؟ او يا په ژوند کې مو په عملي ډول له هغه سره څومره مينه ښودلې ده؟؟؟
به صفحات دیگر هم بروید
1. برگزاری جشنهای ولادت پیامبر، حکم شرعی و ثمرات آن
2. بهترین سخنان پبامبر (شریک ساز)
3. مولود لمانځو خو هيڅ نه شرميږو!
4. روزه گرفتن در روز مولود (فتوى)
5. چگونه از روز ميلاد رسول الله صلى الله عليه وسلم استقبال کرد؟
6. د مولود شريف يا جشن ميلاد لمانځل جايز دي ؟
