انګلیس ترجمه پښتو متلونه څلورم مخ
(604) Daub yourself with honey and you will be covered with flies.
(٦٠٤) په بارداره ونه تل ورېږي کاڼي.
(605) Daughters and dead fish are not keeping wares.
(٦٠٥) پېغله لور او مړ ماهي په کور کې د ساتلو نه دي.
(606) Daylight will peep through a very small hole.
(٦٠٦) ريښتيا اخر هم ځان ښکاره کوي.
(607) Dean men are of no family and are akin to none.
(٦٠٧) مړو سره چا خپلوي کړې!
(608) Dead men bite not.
(٦٠٨) مړي به دې څه وکړي.
(609) Dead men open the eyes of the living.
(٦٠٩) هر زنده چې د مرده په قبر ورشي + بس دى دومره نصيحت په دا دنيا.
(610) Death and the sun are not to be looked on with a steady eye.
(٦١٠) د مرګ او لمر په سترګو کې سترګې نشي اچول کېدى.
(611) Death defies doctor.
(٦١١) د مرګ دارو نشته.
(612) Death devour lambs ad well as sheep.
(٦١٢) مرګ ځوان او بوډا نه ګوري.
(613) Death does not end all things.
(٦١٣) مرګ انجام د هستۍ نه دى.
(614) Death is bitter to man in prosperity or in much bitterness.
(٦١٤) په ښه وخت او ښه کاروبار کې مرګ زيات تريخ وي.
(615) Death is in the pot.
(٦١٥) که ډوډۍ پردۍ ده نو خېټه خو دې خپله ده.
(616) Death keeps no calendar; Death foreseen come not.
(٦١٦) د مرګ هيڅ وخت نه دى معلوم.
(617) Death meets us everywhere.
(٦١٧) مرګ هر ځاى راتلاى شي.
(618) Death takes no excuse.
(٦١٨) مرګ هيڅ بهانه نه مني.
(619) Debt is a grievous bondage to an honourable man.
(٦١٩) قرض د عزتمند پښې تړي.
(619) Death alone reveals how insignificant the paltry bodies of men are.
(٦١٩) مرګ انسان ته د هغه حېثيت په ګوته کوي.
(620) Death is rest from labour and miseries.
(٦٢٠) مرګ دې د ټولو مشکلاتو نه خلاصوي.
(621) Death comes even to the monumental stones and the names inscribed thereon.
(٦٢١) مرګ نه د هيچا خلاصون نشته.
(623) Death is better than suspense.
(٦٢٣) انتظار د مرګ نه هم سخت دى.
(624) Death with friends is a festival.
(٦٢٤) يارانو سره دوزخ هم جنت دى.
(625) Debts make freemen slaves.
(٦٢٥) پور ازاد خلک غلامان کړي.
(626) Deciet is in haste, but honesty can stay a fair measure.
(٦٢٦) د دوکه باز بيړه وي خو د ديانتدار څه وېره ده؟
(627) Deciet will not succeed long.
(٦٢٧) د حرامو پړى لنډ وي.
(628) Deceiving a deceiver is no knavery.
(٦٢٨) غل په غل واوښت.
(629) Deeds are males and words are females.
(٦٢٩) سړي کار کوي او ښځې خبرې.
(630) Deep rivers flow in silence.
(٦٣٠) په خاموشۍ کې هم شور شته.
(631) Delays are dangerous.
(٦٣١) د نن کار سبا ته مه پرېږده.
(632) Delays increase desires and sometimes extinguish them.
(٦٣٢) ځنډول شوق زياتوي خو کله کله يې وژني هم.
(633) Deliberate slowly, execute promptly.
(٦٣٣) سوچ کرار خو کار تېز کوه.
(634) Deliberating is not delaying.
(٦٣٤) غور کول د وخت د خرابولو په مانا نه دى.
(635) Dependence is but a poor trade.
(٦٣٥) پردى کټ د نيمې شپې وي.
(636) Despair not only aggravates our misery, but our weakness.
(٦٣٦) مايوسي تکليف او کمزوري دواړه زياتوي.
(637) Desperate disease have desparate remedies.
(٦٣٧) د غټ مرض علاج دروند وي.
(638) Depise not your enemy.
(٦٣٨) دښمن ته سپک مه ګوره.
(639) Destiny leads the willing but drags the unwilling.
(٦٣٩) قسمت د همت ملګرتيا کوي.
(640) Destiny will find out a way.
(٦٤٠) قسمت لار وباسي.
(641) Devotion has mastered the hard way.
(٦٤١) په زيار هر څه کېږي.
(642) Devise not evil against thy neighbour.
(٦٤٢) د ګاونډي بد مه غواړه.
(643) Diamonds cut diamonds.
(٦٤٣) اوسپنه په اوسپنه غوڅېږي.
(644) Different sores have different salves.
(٦٤٤) څنګ چې مرض وي هغسې يې دوا وي.
(645) Difficulties give way to diligence.
(٦٤٥) مصيبت د محنت نه تښتي.
(646) Diffidence is the right eye of prudence.
(٦٤٦) پرهېز د اوښيارۍ ښي سترګه ده.
(647) Diligence is a great teacher.
(٦٤٧) محنت ښه استاذ دى.
(648) Dirt dirtiest upon the fairest spot.
(٦٤٨) په سپينه جامه تور داغ د لرې نه ښکاري.
(649) Diligence is the mother of good fortune.
(٦٤٩) محنت د دولت مور ده.
(650) Dirty water does not wash clean.
(٦٥٠) د بدو نه د ښو تمه نشي کېداى.
(651) Discover not a secret to another.
(٦٥١) راز چا ته مه وايه.
(652) Discreet women have neither eyes nor ears.
(٦٥٢) عقلمندې ښځې نه څه ويني نه څه اوري.
(653) Discretion is the better part of valour.
(٦٥٣) بهادرۍ سره عقلمندي هم ضروري ده.
(654) Disgraces are like cherries – one draws another.
(٦٥٤) غم يواځې نه راځي (يو غم په ځان پسې نور غمونه راوړي).
(655) Displease none if you can avoid it.
(٦٥٥) که امکان لري هيڅوک مه خفه کوه.
(656) Distant drums sound well.
(٦٥٦) د ليرې نه هر څه ښه ښکاري.
(657) Dishonour is worse than death.
(٦٥٧) د ذلت د ژوند نه مرګ ښه دى.
(658) Diversity of humour breedeth tumours.
(٦٥٨) مختلف نظرونه څنګه يو کېداى شي؟
(659) Do all things as someone were watching.
(٦٥٩) په هر کار کې داسې ګڼه چې د چا نه پټ نه يې.
(660) Do as I say, not as I do.
(٦٦٠) قول ته مې ګوره، عمل ته نه.
(661) Do as most men do and men will speak well of thee.
(٦٦١) چې څه نور خلک کوي هغه ته هم کوه، ټول خلک به درته ښه وايي.
(662) Do as you would be done by.
(٦٦٢) چې څه ځان له خوښوې هغه نورو له هم خوښوه.
(663) Do good and forget.
(٦٦٣) نېکي وکړه او درياب ته يې واچوه.
(664) Do good and care not to whom.
(٦٦٤) نېکي او تپوس!
(665) Do good and then do it again.
(٦٦٥) نېکي بيا بيا کوه.
(666) Do not add fire to fire.
(٦٦٦) په اور تېل مه اچوه.
(667) Do not argue against the sun.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ