انګلیس ترجمه پښتو متلونه دريم مخ
(٧٨٢) هر څوک خپل څيز ته ښه وايي.
(783) Every man remembers his own interests.
(٧٨٣) هر څوک د خپلې ګټې سوچ کوي.
(784) Every man thinks his own geese swans.
(٧٨٤) هر څوک خپل ټټو ته اس وايي.
(785) Every man to his taste.
(٧٨٥) د هر چا خپل مزاج دى.
(786) Every man to his trade.
(٧٨٦) هر چا سره خپل کار ښه ښکاري.
(787) Every man is blind to his own cause.
(٧٨٧) د خپلې ګټې لپاره هر څوک هر څه کوي.
(788) Every medal has its reverse side.
(٧٨٨) د هر عکس دوه مخه وي.
(789) Every miller draws water to his own mill.
(٧٨٩) هر څوک د ځان لپاره ترخذ وهي.
(790) Every people hath its prophet.
(٧٩٠) هر څوک خپل پېغمبر لري.
(791) Every potter boasts of his own pot.
(٧٩١) په خپله سودا هر دوکاندار قسم خوري.
(792) Every shoe fits nor every foot.
(٧٩٢) د هر کار خپل وخت او ځاى معلوم وي.
(793) Every sin brings its punishment with it.
(٧٩٣) هره ګناه ځان سره خپله سزا راوړي.
(794) Every tub must stand upon its own bottom.
(٧٩٤) په خپل ځان اعتماد پکار دى.
(795) Every vice hath its cloak.
(٧٩٥) د هر عېب لپاره پرده وي.
(796) Every white hath its black, and every sweets its sour.
(٧٩٦) سپينو سره تور وي او خوږو سره تراخه.
(797) Every why has a wherefore.
(٧٩٧) د هر کار څه وجه وي.
(798) Every wrong is avenged on earth.
(٧٩٨) دلته دم او قدم دواړه په حساب دي
(799) Everybody is wise after the event.
(٧٩٩) د موقعې نه وروسته عقل هر چا له راځي.
(800) Everybody’s friend is nobody’s.
(٨٠٠) د هر چا دوست د هيچا دوست نه دى.
(801) Everyone bows to the bush that shelters him.
(٨٠١) څوک چې د چا خوري د هغه ثناء به وايي.
(802) Everyone can find fault, few can do better.
(٨٠٢) تنقيد کول اسان دي خو کار کول ګران.
(803) Everyone fastens where there is gain.
(٨٠٣) هر څوک د مطلب ياري کوي.
(804) Everyone is kin to the rich man.
(٨٠٤) د شتمن سړي خپلوان ډېر وي.
(805) Everyone is witty for his own purpose.
(٨٠٥) د خپل مطلب لپاره هر څوک اوښيار دى.
(806) Everyone wants to praise him who is no more.
(٨٠٦) د مړي صيفت هر څوک کوي.
(807) Everyone puts his fault on the times.
(٨٠٧) هر څوک د خپلې غلطۍ مسئوليت په وخت اچوي.
(808) Everyone should sweep before his own door.
(٨٠٨) په خپل ګرېوان کې وګوره.
(809) Everyone talks of what he loves.
(٨٠٩) چې څه زړه وايي هغه په ژبه راځي.
(810) Everyone is eloquent in behalf of his own cause.
(٨١٠) د خپل مطلب لپاره هر څوک جيګه خبره کوي.
(811) Everyone thinks himself able to advise others.
(٨١١) هر چا ته خپل ځان لقمان حکيم ښکاري.
(812) Everything hath an end.
(٨١٢) هر شى فنا کېدونکى دى.
(813) Everything becomes easy by force of habit.
(٨١٣) په شوق هر څه اسانېږي.
(814) Everything can be endured except case.
(٨١٤) بې کاري له زغمه باهر ده.
(815) Everything comes to them who wait.
(٨١٥) د صبر مېوه خوږه وي.
(816) Everything goes to him who wants nothing.
(٨١٦) د مرور برخه غټه وي.
(817) Everything is dear to its parents.
(٨١٧) کارغه ته هم خپل بچي ښکلي ښکاري.
(818) Eevrything passes away except what is well done.
(٨١٨) ښه عمل تل ژوندى وي.
(819) Evil comes of omission as well as commission.
(٨١٩) ځينې کارونه کول ښه وي او ځينې نه کول.
(820) Evil gains are so ruin.
(٨٢٠) بې ايماني د تباهۍ سبب جوړېږي.
(821) Evil communications corrupt good manners.
(٨٢١) اهنګر سره چې کېنې جامې به دې سوځي.
(822) Everything which is unkown is taken for magnificent.
(٨٢٢) هر څه چې ناليدلي وي د ښه او غټ ګومان پرې کېږي.
(823) Everywhere the poor man is despised.
(٨٢٣) غريب هر چېرته خوار وي.
(824) Evil-doers never lack excuses.
(٨٢٤) بد کار له بهانې ډېرې وي.
(825) Evil is soob believed.
(٨٢٥) په غلطو اوازو خلک زر يقين کوي.
(826) Example is better than precept.
(٨٢٦) د نصيحت نه تمثيل ښه دى.
(827) Excellent with his tongue, but his right hand remiss in the battle.
(٨٢٧) د خبرو باتور خو په کار کې سست.
(828) Excess in nothing this I regard as a principal of the highest value in life.
(٨٢٨) په هر څه کې منځلاريتوب د ژوند تر ټولو ښه سبق دى.
(829) Excess of delight palls appetite.
(٨٢٩) د چا چې واده وي هغه ډوډۍ نه خوري.
(830) Expect no good in return.
(٨٣٠) د نېکۍ د بدل تمه مه کوه.
(831) Exchange is no robbery.
(٨٣١) په کاروبار کې ګټې ته غلا نشي ويل کېداى.
(832) Expedition is the soul of business.
(٨٣٢) ګرځېدل د تجارت لپاره ضروري دي.
(833) Experience comes with ripe years.
(٨٣٣) تجربه په کار کولو ترلاسه کېږي.
(834) Experience cannot be bought too cheap.
(٨٣٤) تجربه په اسانۍ لاس ته نه راځي.
(835) Experience makes a ready man.
(٨٣٥) تجربه د انسان په کار کې پخوالى راولي.
(836) Experience without learning is better than learning without experience.
(٨٣٦) چې عالم وي عمل يې نه وي + لکه په خره باندې چې بار کړې کتابونه.
(837) Extreme justice is often extreme injustice.
(٨٣٧) په انصاف کې هم نرمي ښه وي.
(838) Extremes are dangerous.
(٨٣٨) د سخت دريځۍ انجام خطرناک وي.
(599) Dinty maketh dearth.
(٥٩٩) تشريفات هسې غم دى.
(600) Danger and delight grow on one stock.
(٦٠٠) په خطره کې هم مزه وي.
(601) Danger past, God forgotten.
(٦٠١) چې خطرې نه بهر شوې نو خداى درنه هېر شو.
(602) Dangers are overcome by dangers.
(٦٠٢) سختو سره سړى سخت شي.
(603) Daring serves as a wall.
(٦٠٣) بهادري پکار راځي.
(604) Daub yourself with honey and you will be covered with flies.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ